topbar 10 10px1

د ثور اتمې، د افغانستان د خلکو د بریا دېرشمې کلیزې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د ثور اتمې، د افغانستان د خلکو د بریا دېرشمې کلیزې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د ثور اتمې او د استعمار او کمونیستي جریانونو او لاسپوڅو رژیمونو د ظلم، بې عدالتۍ او دین دښمنۍ پروړاندې د افغانستان د خلکو د بریا دېرشمه کلیزه په درناوي لمانځو. هغه بریا چې د یو نیم میلیون شهیدانو، میلیونونه معلولو او د جهاد سخت خو ویاړلي دوران مهاجرو سره، لاسته راغلې ده.

د عقیدې، استقلال، آزادۍ او خپلواکۍ لپاره په هغو سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو جهاد او مبارزه او د وخت پر طاغوت بریا، د نړۍ ټولو ازادي غوښتونکو ته الهام بښونکې او د استقلال او ازادۍ د تاریخ، د عطف نقطه ده.

د ملي مقاومت جبهې باور دا دی چې تجاوز، اشغال، ظلم او بې عدالتي چې له هر آدرسه وي، کرغېړن او د غندنې وړ دی او په هره بیه یې باید پروړاندې مبارزه وشي. لکه څنګه چې زموږ خلک پرون د سره پوځ پروړاندې ودرېدل، نن به د تور تجاوز پروړاندې هم هېڅکله چوپ پاتې نشي او مبارز او جنګیالي ځوانان به آزادي بېرته دغې خاورې ته راوګرځوي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د سرښندونکو مجاهدینو له مبارزې په الهام اخیستو او د عقیدې او د هېواد د استقلال او ازادۍ د ساتنې مسوولیت په درک کولو سره، یو ځل بیا د طالبانو مزدوې ډلې پروړاندې پر مبارزې ټینګار کوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...