topbar 10 10px1

د نظامي اسیرانو د سر پرې کولو او د ملکي خلکو د وژلو او نیولو په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د نظامي اسیرانو د سر پرې کولو او د ملکي خلکو د وژلو او نیولو په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

موږ د بشري حقونو د څار کمیسیون او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي ګزارشګر له وروستي راپور څخه په هرکلي سره، هغه یو پرځای ګام بولو، خو فاجعه ډېره لویه ده او هراړخیزې بین المللي څېړنې ته اړتیا ده، ترڅو ددغه بشري ناورین ژورتیا لا څرګند شي.


نو په دې توګه، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په کلکه غواړي چې د بغلان په خوست او اندراب کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو اجباري کډې ته اړ کول او په پنجشیر او اندراب کې د ټولو انساني او اسلامي موازینو او د بشري حقونو د ارزښتونو پرخلاف د جنګي اسیرانو او ملکي وګړو سرپرې کول په جدي توګه وڅېړي.

موږ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي ګزارشګر څخه غواړو چې د طالبانو لخوا د شویو جنګي او د بشر ضد جنایتونو د څېړلو لپاره یو حقیقت موندونکی پلاوی، دغو سیمو ته واستوي ترڅو د مجرمینو د هویت څرګندېدو سره د هغوی پروړاندې لازم اقدامات په پام کې ونیول شي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...