topbar 10 10px1

په بلخاب کې د طالبانو د جنګي جنایتونو په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

په بلخاب کې د طالبانو د جنګي جنایتونو په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د سرپل په بلخاب کې د طالب اشغالګرو لخوا د عامو خلکو وژنه په کلکو ټکو غندي او په دغې ولسوالۍ کې وضعیت په اندېښنې سره له نږدې څاري.

د ملي مقاومت جبهه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له کمېټې، له امنیت شورا، د نړۍ له هېوادونو، اروپايي اتحادیې او د بشر حقونو له ټولو مدافع سازمانونو غواړي چې دغه جنایتونه چې طالبانو کړي محکوم کړي او سیمې ته ددغو بوږنوونکو جنایتونو د څېړلو لپاره پلاوی واستوي.

موږ به بلخاب کې د طالبانو د جنایتکارې ډلې له لوري د ښځو، ماشومانو او نورو ولسي وګړو د وژلو د غندلو ترڅنګ، ددغې سیمې له خلکو دفاع خپله وجداني دنده ګڼو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...