topbar 10 10px1

د افغانستان لپاره د ژنیو ناستې په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان لپاره د ژنیو ناستې په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه
نن په ژنیو کې د افغانستان لپاره د بشري غبرګون د ملاتړ لپاره د ژمنې ناسته ترسره کېږي. ددې ناستې هدف دا دی چې په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت د ښه کولو لپاره بین المللي ملاتړ لوړ شي. افغانستان کې بشري وضعیت له تېر اګست میاشتې راهیسې د طالبانو تر تسلط وروسته لا ترینګلی شوی دی. موږ د ملګرو ملتونو، بریتانیا، المان او قطر له رهبرۍ او دغه ارزښتمن ابتکار څخه چې ددغې ناستې ګډ کوربانه دي، مننه کوو. 
 
د ملاتړ لپاره د تعهد ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان خلک تر بل هروخت ډېر ورته اړتیا لري. د دولتي بنسټونو تر ړنګېدو وروسته د افغانستان تر 60 سلنې ډېر نفوس چې تقریبا 24،4 میلیونه انسانان دي، اوسمهال بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو یوازې ژوندي پاتې شي. ځکه غذایي ناامني، شدید فقر او د نورو لومړنیو اړتیا وړ موادو نشتوالی، یوه عمومي ستونزه ګرځېدلې. 
 
موږ په دغو سختو شرایطو کې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړو او مرستو منندوي یو. هېڅکله هم دغه هېواد ته د نن په اندازه مرستې مهمې او حیاتي نه وې. نو بناپردې، هیله مند یو د نن ورځې له ناستې د ټاکل شوي اهداف چې زموږ د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د نړیوالو مرستو ډېرېدل، د بشري مرستو ډېرولو او د افغانستان ټولو برخو ته د رسولو لپاره زموږ د نړیوالو ملګرو د ژمنې پیاوړتیا او د دغه هېواد د خلکو پروړاندې د پرتو ننګونو رابرسېره کول دي، ترلاسه شي.
 
په خواشینۍ سره د طالبانو رژیم کې پر اقتصادي ستونزو سربېره، موږ د بشري حقونو د جدي نقض شاهدان یو چې نه یوازې دوام لري، بلکې لا ډېرېږي. په دې کې صحرايي محاکمې، غیرقانوني وژنې، خپلسرې نیونې، د خلکو تري تم کول، د آزادو رسنیو ځپل، له کار او تعلیم څخه د نجونو او ښځو محرومول، له نارینه محرم پرته له سفره د ښځو ګرځول او نورو ځپونکو اقداماتو، زموږ خلکو ته ژوند سخت کړی او له زغمه ایستی دی.
 
د طالبانو تر اووه میاشتني جبري تسلط وروسته، دغې ډلې هماغه لاره خپله کړې چې موږ یې وړاندوینه کوله او په کراتو خبرداری ورکړی و چې دوی د خلکو د اړتیا او غوښتنو خلاف تګ کوي. د طالبانو د تېرې اوونۍ پرېکړه چې په ټول افغانستان کې یې د نجونو پرمخ یې د ثانوي زده کړو دروازې وتړلې، د افغانستان د اتباعو د بنیادي حقونو د سلبولو لپاره ددغې ډلې د نویو وروستیو اقداماتو یوه ده. موږ ملګرو ملتونو له امنیت شورا، اروپايي اتحاديې او نورو سازمانونو او هېوادونو مننه کوو چې د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو په ملاتړ یې څرګند دریځ ونیوه. 
 
سربیره پردې، باید په یاد ولرو چې د افغانستان د خلکو د ارادې او د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف د طالبانو دستور او اقدامات، د مشروع حکومت د جوړیدو په وړاندې خنډ ګرځیدلې او په افغانستان کې د روان وضعیت د لا خرابیدو لامل شوي دي. له همدې امله، دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې طالبان د خپل ظالمانه رژیم د پیاوړتیا لپاره له نړیوالو مرستو ګټه نه اخلي او یا ناوړه ګټه ترې نه پورته کوي.
 
د دې اصولو په رڼا کې، موږ پر یوه داسې سیاسي توافق باور لرو چې په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د ریښتیني ټولشموله، غیر متمرکز او مسئول حکومت جوړولو ته لاره هواره کړي او دا د اوسني بحران تر ټولو معقوله حل لاره ګڼو.
 
یو ځل بیا، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ټولو ملګرو هېوادونو له همبستګۍ او ملاتړ څخه مننه کوو؛ او موږ هیله لرو چې د نن ورځې غونډه به د نړیوال تعامل د نوي پړاو پیل وي ترڅو په ټولو برخو کې د افغانستان د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...