topbar 10 10px1

د سولې ناستې د شایعې په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د سولې ناستې د شایعې په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه
په دې وروستیو کې ځینو رسنیو داسې له واقعیته لرې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او طالبانو په تاجکیستان خبرې اترې کړې دي.
 
د ملي مقاومت جبهه تل پایداره، واقعي او عزتمنده سوله د هېواد د ستونزې بنسټیز حل لاره بولي؛ خو د طالبانو ډله د پخوا په څېر په مذاکراتو او سولې باور نه لري او له نامشروع لارې د خپل قدرت پر دوام ټینګار کوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو ددغې ډلې کرغېړنه څېره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته بربنډېږي.
 
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه په ټول توان د ظلم او زورواکۍ پروړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او هېڅکله به د مذاکراتو دروازه هم ونه تړي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...