topbar 10 10px1

د طالبانو د اسیرانو په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د طالبانو د اسیرانو په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو اسیرانو سره د اسلامی او انساني اصولو او د ژنیو کنوانسیون تعهداتو له مخې عمل کړی. هغوی ته یې خوندي ځای په نظر کې نیولی، عمومي وضعیت ته یې لازمه رسیدګي کړې، خواړه او اوبه یې ورکړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.

مونږ یو ځل بیا خبرداری ورکوو چې د ملي مقاومت جبهې تر کنترول لاندې سیمو کې د طالبانو جنګي عملیات او له نظامي لارو د مسئلې د حل هرډول هڅه به د اسیرانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه چمتو ده چې د جنګي اسیرانو د تبادلې له لارې، خپلو کورنیو ته د دغو اسیرانو د سپارلو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جدي همکارۍ غوښتونکې ده.

دا پیغام د طالبانو مشرانو ته هم رسول شوی دی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...