topbar 10 10px1

د طالبانو د جرګې په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د طالبانو د جرګې په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه
د طالبانو ظالمې ډلې چې له راپیدا کېدو راهیسې تر ننه، له هېڅ ډول ظلم او جنایت څخه ډډه نه ده کړې، د کابل له اشغالولو وروسته، په ډېرې بې رحمۍ یې خپل پخواني محدودیتونه پر خلکو په تېره بیا ښځو تحمیل کړي دي.
 
دغه ډله په بېلابېلو بهانو خلک نیسي، شکنجه کوي او وژني چې د هرې ورځې په تېرېدو یې څېره نړیوالو ته لا بربنډېږي.
 
طالبانو افغانستان په مکمل ډول انزوا ته وړی او خلکو ته یې ژوند دومره سخت کړی چې اکثریت له مجبوریته له هېواده وځي. دغه اشغالګره ډله په دغسې بې ثباته او د بې اعتمادۍ په فضا کې، هڅه کوي د علماوو د ناستې یا جرګې په پلمه، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته فریب ورکړي او ددغو فریبکارانه نندارو له لارې د مشروعیت ترلاسه کولو ادعا وکړي. 
 
د افغانستان خلک او نړیواله ټولنې پوهېږي چې له نامشروع لارو او د خلکو د رضایت خلاف، د قدرت ترلاسه کول او ساتل، د متحجرانه او غیرولسي وسیلو له لارې اعتبار نه مومي.
 
نو د افغانستان له خلکو مو انتظار دا دی چې د طالبانو ټو غیرانساني کړنو ته متوجه واوسي. دغه ډله دین په ابزاري ډول کاروي، خلک باید ددوی د کاذبو نمایشونو او هغه څه چې دوی یې د علماوو ناسته بولي، فریب ونه خوري او اهمیت ورنکړي.
 
موږ باور لرو چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه دغسې له دروغو ډکو او غیردموکراتیکو ناستو ته اهمیت نه ورکوي.
 
د افغانستان د ملی مقاومت جبهه د هېواد د مشکل یوازینۍ حل لاره دا بولي چې بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقونو درناوی وشي، ولسواکي او د خلکو اراده ومنل شي او سراسري انتخابات ترسره شي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...