topbar 10 10px1

د ازادي غوښتونکو ښځو په ملاتړ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلاميه

د ازادي غوښتونکو ښځو په ملاتړ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلاميه

د طالبانو له ظلمونو او جنایتونو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه په خبرتيا، د ملي مقاومت جبهه په هېواد کی دننه او بهر له ټولو مبارزو خويندو او وروڼو او په تېره بيا له هغو خويندو چی د اوسلو په غونډه يې د ازادی، عدالت او بشري حقونو بیرغ پورته کړی، خپل ملاتړ اعلانوي. د جمهوري دولت تر سقوط وروسته، د افغانستان د خلکو د ملي مقاومت د رامنځته کېدو ترڅنګ په کور دننه او بهر د آزادی، بنيادي حقونو او د جهل لښکر د اشغال پرضد د ښځينه او نارينه مبارزينو غږ پورته کېدو، د عدالت غوښتنې د پرتمین تاریخ بنسټ اېښی دی.

د ملي مقاومت جبهه د کار، فردي ازاديو او زده کړې حق لاسته راوړلو لپاره د ښځو د مبارزې کلک ملاتړ کوي. طالبانو تل هڅه کړې ده چې د نيونو، اختطاف، شکنجې او وژنو له لارې د افغانستان وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو غږ چوپ کړي؛ خو د اوسلو په غونډه کې د ازادي باوره ښځو غږ پورته کېدو سره چې د هېواد د ټولو ښځو د اعتراض رګندونه يې کوله، نړۍ د افغانستان د ښځو ريښتینی غږ واورېد او باید دغه غږ ته جدي پام وشي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه، له نړی او په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو غواړي چې د طالبانو د بشر ضد جنايتونو پروړاندې چې د بشر حقونو نړيوالې اعلامیې له ارزښتونو ښکاره سرغړاوی دی، د افغانستان د ښځو غوښتنې په پام کې ونيسي. موږ د هېواد ټولو ازادو او مبارزو ښځو نارینه وو ته د لا بريا هيله ر چې په ډېرو سختو شرایطو کې د عدالت غوښتنې غر لوړ ساتلی.

د ملي مقاومت جبهه باور لري چې ظلم او استبداد نه يوازې نشي کولای د افغانستان د خلکو غږ چوپ کړي، بلکې، آزادی تلوسه به دا اراده نوره هم پياوړې کړي او په پوره شور سره به دوام ولری.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...