topbar 10 10px1

د افغانستان پر خاورې د پاکستان د ښکاره تجاوز په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان پر خاورې د پاکستان د ښکاره تجاوز په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه پر خوست او کنړ ولایتونو د پاکستان هوايي او توپخانه ای بریدونه د افغانستان پر قلمرو څرګند تېری بولي او دغه ډول بریدونه په شدیدو ټکو غندي.

موږ د پاکستان ددغه ښکاره تېري او ناسنجول شويو بریدونو د محکومولو ترڅنګ د طالبانو اشغالګره ډله ددغه ډول بهرنیو تېریو عامل او زمینه برابروونکې بولو او په افغانستان کې د اشغالګرو او نیابتي ډلو د ټغر پر ټولو ټینګار کوو.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ددغو بریدونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته له خدایه جنت فردوس او د هغوی کورنیو ته د جمل صبر غوښتنه کوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...