topbar 10 10px1

ګاونډیو هیوادونو ته د استول شویو رسمي لیکونو په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

ګاونډیو هیوادونو ته د استول شویو رسمي لیکونو په اړه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په چین کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې (ترویکا) مخکې د افغانستان د هغو شپږو ګاونډیو هېوادونو ادرسونو ته چې د غونډې برخه وال وو، جلا توضیحي لیکونه استولي دي.

په دغو لیکونو کې د هېواد د اوسنيو سياسي حالاتو او د ملي مقاومت جبهې د دريځ بيانولو ترڅنګ د پاکستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو غوښتل شوي چې د طالبانو د رژيم له رسميت پېژندلو ډډه وکړي.

خوشبختانه، ګاونډیو هېوادونو او نړۍ تراوسه د افغانستان د خلکو دې مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او له طالبانو سره یې په رسمي ډول له خبرو ډډه کړې ده.

هغه څه چې د ملي مقاومت جبهې تر رسمي سرلیک لاندې د یوه ګاونډي هېواد لپاره خپاره شوي دي، یو له هغو شپږو لیکونو دی چې د افغانستان نورو ګاونډیانو ته هم استول شوي دي.

د ملي مقاومت جبهه تل هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې په روښانه او دیپلوماتیکه ژبه د ښه ګاونډیتوب له لارې سیمې او نړۍ ته ورسوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...