topbar 10 10px1

پر سیک وطنوالو د تروریستی برید په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

پر سیک وطنوالو د تروریستی برید په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د افغانستان ملي مقاومت جبهه زموږ د ګرانو سکهانو هېوادوالو پر معبد تروریستي برید په کلکه غندي.

د طالبانو له خوا د کابل په نیولو او په افغانستان کښې د لسګونو ترهګرو ډلو د ازادو فعالیتونو له پیلیدو سره د افراطی تفکر وده د اندیښنی وړ ده او دغه کار د افغانستان او سیمې خلکو ته خورا اندیښنې زیږولي دی.

دا ځل د سیکانو او هندوانو اقلیتونه چې له کلونو راهیسې یې له خپلو مسلمانو هېوادوالو سره په دوستانه او سوله ییز ډول ژوند کاوه، د ترهګرو له خوا په نښه شوي او له بده مرغه دا حالات نور هم د خرابېدو په لور روان دی.

دې حقيقت ته په پام سره د ملي مقاومت د جبهې يو اساسي موخه د دې خاورې د ټولو اوسېدونکو لپاره د ډاډمن چاپېريال رامنځته کول دي، ترڅو د هېواد ټول وګړي، چې په هر مذهب پورې تړاو ولري، په ازاده فضا او بشپړ سوکالي کې ژوند وکړي.

موږ یو ځل بیا دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو، د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...