topbar 10 10px1

د "حوت درېیمې" د تجاوز او استبداد پرضد د کابل د خلکو د قیام ۴۳مې کالیزې په درناوي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د "حوت درېیمې" د تجاوز او استبداد پرضد د کابل د خلکو د قیام ۴۳مې کالیزې په درناوي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د ۱۳۵۸ کال د حوت درېیمه، د استبداد پرضد د آزادي باورو د قیام ورځ به د تل لپاره د تاریخ په زړه کې ثبت وي. د ظلم، بې عدالتۍ، تجاوز، اشغال او دین دښمنۍ پرضد د کابل د خلکو او په تېره بیا د آزادباوره ښځو قیام، هېڅکله هم نه هېرېږي. دا ورځ د ظالمو حاکمانو او پردیو غلامانو لپاره د درس ورځ ده چې د زور او تاوتریخوالي له لارې غواړي خلک له آزادۍ محروم کړي او د هغوی غږ چوپ کړي.

تاریخ ثابته کړې چې د خلکو د ارادې پروړاندې هېڅ ځواک د درېدو توان نه لري. ښايي په لنډ مهال کې د "حوت درییمې" په څېر د خلکو قیام و ځپل شي، خو بالاخره د ظلم کاسه نسکوره ده.

نن ورځ چې یو ځل بیا هېواد د پردیو اجیرانو لاسته لوېدلی او خلک په بېرحمي سره ځپل کېږي، پر موږ ده چې د ظلم او جهل پروړاندې ودرېږو، ترڅو د تېرو نسلونو په څېر، آزادي باوره زړورو ځوانانو په همت یو ځل بیا پر جهالت د رڼا او پر اسارت د آزادۍ بریا ونمانځو.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه پر ظلم د عدالت د بریا ورځې په توګه د حوت د درېیمې درناوی کوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...